AP ۱۴۰۳ غویی ۱۶ ۱۱:۰۷
Journalist ID: 5513
News ID: 85466181
T T
۰ Persons
افغانستان له اسرائیلو سره د ترکیې د سوداګریزو اړیکو د پرېکوڼ ستاینه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت له صهیونسیتي رژیم سره د ترکیې د سوداګریزو اړیکو د پرېکوڼ ستاینه وکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن یکشنبې د غوايي ۱۶ مه کابل کې د ترکیې سفارت له سرپرست جنګ اونال سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.

ښاغلي متقي په دغه لیدنه کې د اسرائیلو د صهيونيستي رژیم پر وړاندي د ترکیې جمهوري هېواد د سوداګریزه اړیکو د پرېکون ستاینه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د وروستیو مثبتو اقداماتو، د ګڼو هېوادنو د سياسي او اقتصادي لوړ رتبه پلاویو پر راتګ خبري اتري وکړې، او د ترکیې سره د لاجورد  له لاري د تجارت پیل، د ترکيې او افغان تجارانو په ګډو هڅو په ترکیه او افغانستان کي د مشترکو نندارتونونو پر پرانستلو خبرې اترې وکړې.

جنګ اونال هم وویل: موږ د افغانستان په وروستیو پرمختګونو خوښ یو، او هڅه باید وشي د ترکیې او افغانستان د اړیکو د پراخیتا په اړه په ګډه کار وشي.

هغه زیاته یې کړه چي په راتلونکو نژدي ورځو کې به د ترکیش هوایي شرکت پروازنه عملا کابل ته پیل شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .