AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲ ۱۰:۵۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85462719
T T
۰ Persons
د ترکیې سفارت هرات کې پر لمونځ کوونکو برید وغانده

کابل- ایرنا- کابل کې د ترکیې سفارت هرات ولایت کې پر لمونځ کوونکو ترهګر برید په کلکو ټکو غندلی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ کابل کې د ترکیې سفارت تېر ماښام سه شنبې د غوايي ۱۱ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان پر جومات برید شوی، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ترکیې سفارت د چارواکو په وینا، دغه برید چې ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندو او هر ډول ترهګري محکومو، افغان وروڼو ته ډاډګیرنه وړاندې کوو.

د ایرنا د راپور له مخې د امام زمان په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید چې ۷ تنه په کې و وژل شول په نړیواله کچه وغندل شوه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .