کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال دفتر یکشنبې د غوايي ۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د درمل جوړلو ایتوک فارما، افغان مېډیسن او شمس کولا غیر الکولي مشروباتو فابریکو پرانسته وکړه.
د خبرپاڼې پر اساس د دغه فابریکو د پرانستې مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي نصرالله، ملي سوداګرو، پانګوالو او د روغتیايي برخې کارپوهانو ګډون درلود.
خبرپاڼې زیاته کړې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال د يادو فابريکو پيل د صنعت د ودې په لاره کې يو مهم او ضروري ګام وباله زياته يې کړه: د هر هېواد اقتصادي وده له صنعتي فعاليتونو څخه رامنځته کېږي، چې له نېکه مرغه اسلامي امارت په راتلو سره افغانستان د صنعتي کیدو په لور خپل سفر پیل کړ.
د ملا برادر په وينا، اوسمهال افغانستان په ځينو برخو کې پر ځان بسياينې ته رسېدلى او دا د اقتصادي ثبات پر لور يو مهم ګام دى.
د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملي سوداګر او پانګه وال په هېواد کې پانګونې ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې خپلو تولیداتو ته د شته معیارونو مطابق بازار موندنه وکړي او د ټیټ کیفیت له تولید څخه دې ډډه وکړي، ځکه اسلامي امارت کیفیت او معیارونو ته لومړیتوب ورکوي.
ملا برادر په هېواد کې د خصوصي سکتور ملاتړ ته په اشارې سره وویل د اسلامي امارت ټولې ادارې مکلفې دي، چې د پیرودلو پر مهال کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي او همدا راز یې په هېواد کې د ننه تولید شوي محصولاتو ګمرکي تعرفې هم زیاتې کړي.
هغه هېوادوالو ته د باکيفيته درملو د عرضې په برخه کې د ایتوک فارما او افغان درملو فابريکو فعاليتونو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه: په دې کار سره به د درملو په برخه کې د هرات د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.
خبرپاڼه زیاتوي: د ایتوک فارما د درملو په فابریکه کې ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې په لومړي سر کې به یې پنځوس ډوله درمل تولید کړي او د افغانستان د درملو په فابریکه کې ۱۶ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې لسګونه ډوله درمل به تولید کړي.
دغه راز د شمس کولا د نرمو مشروباتو په فابريکه کې ميليونونه ډالره پانګونه شوې او بېلابېل توليدات لري او په دغو فابريکو کې په مستقيم او غير مستقيم ډول په زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د پیغام پای/
Your Comment