کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت د (زما روغتیا زما حق دی) تر نامه لاندې په یوه خبري ناسته کې وویل: د هېواد وګړو ته د باکیفیته خدمتونو وړاندې کول د دغه وزارت له دندو څخه دي.
قلندر عباد زياته کړه: اوس په افغانستان کې ٤٩٠٠ روغتيايي مرکزونه او يو زيات شمېر دولتي روغتونونه شتون لري او د هېواد خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
د هغه په وينا، په تېر کال کې نږدې ٨٠ ميليونه ناروغانو دولتي روغتونونو ته مراجعه کړې ده.
نوموړي دغه راز وويل، هڅه کوي چې د هېواد ټول روغتونونه او روغتيايي مرکزونه په طبي وسايلو سمبال او د روغتيايي سکتور د کارکوونکو ظرفيتونه لوړ کړي.
د ایرنا د خبر له مخې د روغتیا نړیواله ورځ هر کال د عامه پوهاوي، روغتیايي خدمتونو ته د ناروغانو د لاسرسي، د روغتیا په برخه کې د لاسته راوړنو او په دې برخه کې د معلوماتو د شریکولو په موخه لمانځل کیږي.
د پیغام پای/
Your Comment