کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کلیوپراختیا او بیا رغوونې وزارت مسوولینو نن دوشنبې د وري ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال اندریکا راتوتي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال د خپلو فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ او ویې ویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یو مهم او سکتوري وزارت دی چې په کلیوالي سیمو کې د پروژو په تطبیق کې مهم رول لري او موږ غواړو بشردوستانه مرستې د پراختیایي پروژو د تطبیق په لور حرکت وکړو.
اندريکا راتوتي د مهمو پروژو په ځانګړې توګه د اوبو لګولو په برخه کې د وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې موږ پلان لرو له وزارت سره د اوبو رسولو په برخه کې لا زيات کار وکړو.
په دې کتنه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده وویل: د پراختیايي پروژو تطبیق یو مهم او بېړنی ګام دی او باید بنسټیزو پروژو ته د بشري مرستو په پرتله لومړیتوب ورکړل شي.
اخندزاده زياته کړه: زموږ دنده دا ده چې د خلکو لومړيتوبونه په نظر کې ونيسو او پروژې په شفاف او ښه کيفيت سره پلې کړو، ترڅو خلک ترې په دوامداره توګه ګټه پورته کړي.
د پیغام پای/
Your Comment