کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن یکشنبې د وري۱۲ مه په اېکس پاڼه لیکلي: د سالنګ لویه لار تېره شپه ۷:۴۰ بجې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست د پرسونل او ماشینرۍ له خوا د توفان په کمېدو سره، د شپې په ۳ بجو دواړو خواو ته د مسافر وړونکي (کوچني او لوی) او له شمال څخه جنوب ته بار وړونکو موټرو پر مخ پرانستل شوه.
اوس د سالنګ د لویې لارې حالت یو څه توپان دی، خو د ورځې په اوږدو کې د یخ هوا وړاندوینه شوې ده.
ښاغلي حقیار زیاته کړه: د ټولګټو چارو وزارت له ښاریانو او موټر چلوونکو څخه د خپل خوندیتوب په خاطر غوښتنه کوي، چې په ژمنیو وسایلو سمبال له دې لویې لارې څخه د تېرېدو پر مهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي او د سالنګونو د مسوولینو لارښوونې ته دې پام وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې د سالنګ لویه لاره د هیواد نهه شمالي ولایتونه د افغانستان له مرکز سره نښلوي.
د پیغام پای/
Your Comment