AP ۱۴۰۳ وری ۱۱ ۱۴:۱۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85430859
T T
۰ Persons
مرکزي بانک ۱۷ میلیون ډالره د لیلام په توګه پلوري

د افغانستان مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات د ساتلو په موخه سبا ۱۷ میلیون ډالره د لیلام په شکل پلوري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان مرکزي بانک نن شنبې د وري ۱۱ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په شرایطو برابرولو ټولو بانکونو، صرافیو او پولي خدماتو له شرکتونو غوښتي، چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د خبرپاڼې پر بنسټ د لیلام ګټونکي مکلفیت لري تر څو د ورځې تر پای پورې خپل حسابونه چاڼ او پای ته ورسوي.

خبرپاڼه زیاتوي: د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې یو ځل خپل پور د نغدو پیسو په بڼه د افغانستان بانک ته وسپاري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .