AP ۱۴۰۳ وری ۹ ۱۳:۴۰
Journalist ID: 5513
News ID: 85429410
T T
۰ Persons
فلسطین له ملګرو ملتونو څخه د اسرایلو د پرېکون او شړلو غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د فلسطیني ادارې سفیر په غزه کې د سمدستي اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک له پلي کېدو وروسته له ملګرو ملتونو څخه پر دغه رژیم د بندیزونو او ایستلو غوښتنه وکړه.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې حسام زملط د چارشنبې په ورځ د وري ۸ مه ماښام له بی بی سی سره په خبرو کې د امنیت شورا د پریکړه لیک د غیر پابندۍ په اړه د امریکې تفسیر رد کړ او څرګنده یې کړه چې دغه سند د نړیوالو او پابندو قوانینو یوه برخه ګڼل کېږي.

د فلسطین سفیر له انګلستان او نورو لوېدیځو هېوادونو هم غوښتي چې له اسرائیلو سره د وسلو مرسته ودروي.

هغه یادونه وکړه چې د بریتانیا د قوانینو له مخې پر هغه هېواد د وسلو پلورلو جواز چې له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي باید وځنډول شي.

زملط څرګنده کړه: اسرائیل د نیواکګر ګوند په توګه د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کوي او د فلسطین د خلکو نسل وژنه کوي. موږ یوازې دا نه وایو، بلکې د سترې نړیوالې محکمې په وینا، اسراییل نسل وژنه کړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې د غزې په تراډه کې د جګړې له پیلېدو او د لسګونو زرو فلسطینیانو له شهادت وروسته د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتو د امنیت شورا په دغه سیمه کې د سمدستي اوربند د تائیدولو یو پریکړه لیک تصویب کړ.

په دغه پریکړه لیک کې له ټولو خواوو غوښتل شوي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د شخړو د سمدستي بندیدو درناوی وکړي، خو د دغه پریکړه لیک له تصویب سره سره د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد د غاصب رژیم جنایتونه لا هم دوام لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .