کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي نن شنبې د وري ۴ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د مسکو په کرکوس کې د تېرې شپې ترهګریز برید د ژورې خواشینۍ او جدي اندېښنې وړ دی.
ښاغلي قمي لیکلي: د سیمې هېوادونو ته پکار ده چې د ګډو امنیتي اندیښنو، یعنی د «بهرني اصل د تروریزم» په وړاندې د یو بل په وړتیاوو باندې په تکیه کولو سره په متحدانه توګه عمل وکړي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د چین سفیر جاوې شینګ هم په همدې تړاو نن شنبې د وري ۴ کمه په اېکس پاڼه لیکلي: زه په مسکو کې د تروریستي برید له قربانیانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم او د دغه جنایتکارانه عمل په کلکه غندم. ترهګر او د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم.
ښاغلي شي جينګ ليکلي: چين د خپل ملي امنيت او ثبات د ساتلو لپاره د روسيې د حکومت له هڅو ملاتړ کوي.
د ایرنا د خبر له مخې په ماسکو کې د کرکوس د کنسرت په تالار کې تیره شپه د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترهه ګره برید کې ۴۰ کسان مړه او ۱۰۰ نور ژوبل شول.
د داعش ډلې پورې تړلو پنځو تنو چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و، د کروکوس ښارګوټي پر تالار برید وکړ او په اتوماتیک ډول یې ډزې وکړې.
د پیغام پای/
Your Comment