AP ۱۴۰۳ وری ۴ ۸:۵۵
Journalist ID: 5513
News ID: 85424966
T T
۰ Persons
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې تروریستي برید وغانده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د موسیقۍ په کنسرت ترهګریز برید غندلی او هغه یې له انساني ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن شنبې د وري ۴ مه په خپله اېکس پاڼه یو بیان خپور کړی او لیکلي یې دي: د افغانستان اسلامي امارت په مسکو کې وروستی ترهګریز چې د داعش یې مسوولیت اخیستی په کلکه غندياو د ټولو بشري معیارونو ښکاره سرغړونه ده.

بلخي لیکلي: داعش چې په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې هم ملکي وګړي په نښه کوي، یو ځل بیا یې په ډاګه کړه چې دا ډله د هغو استخباراتي کړیو په لاس کې ده چې هدف یې د اسلام بدنامول او ټوله سیمه ګواښل دي.

نوموړي زیاته کړې: د سیمې هېوادونه باید د داسې پېښو پر وړاندې، چې د سیمې د بې ثباتۍ لامل کېږي، همغږي، واضح او قاطع دریځ غوره کړي.

د ایرنا د خبر له مخې تېره شپه په ماسکو کې د کروکس د کنسرت په تالار کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې ۴۰ کسان مړه او ۱۰۰ نور ژوبل شول.

د داعش ډلې پورې تړلو پنځو تنو چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و، د کروکوس ښارګوټي پر تالار برید او په اتوماتیک ډول یې ډزې وکړې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .