-
تل ابیب د حزب الله تر برید لاندې/ د «فاتح ١١٠» زرګونه توغندي توغول ته چمتو دي
کابل- ایرنا- یوې عربي رسنۍ په تل ابیب کې د حزب الله له خوا ویجاړونکي برید ته په اشارې سره په دې برخه کې د اسلامي مقاومت اهداف ته ړنا واچوله.
-
د ازبکستان نوي سفیر د خپل باورلیک کاپي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته وسپارله
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال اعلان وکړ چې د ازبکستان د نوي سفیر د خپل باورلیک کاپي د دغه وزارت سرپرست ته وسپارل شوه.
-
د هرات والي د افغانستان د مرمرو د صادراتو په برخه کې د ترکمنستان د همکارۍ غوښتنه وکړه
هرات- ایرنا- د هرات والي د ترکمنستان د ماري ولایت له والي سره په کتنه کې له افغانستان څخه د مرمرو د صادراتو په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
-
د افغانستان او جاپان چارواکو د ناکامورا د پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر د جاپان سفیر د ناکامورا د پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.
-
افغان او ترکي چارواکو له نشه يي توکو سره پر ګډې مبارزې خبرې وکړې
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین او د ترکیې جمهوري دولت سفارت د کورنیو چارو سلاکار له نشهيي توکو سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې.
-
ملا برادر:
د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل د اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده/ موږ د اسلام سپېڅلی دین پرته له هر ډول خرافات څخه خلکو ته ورسوو
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وايي: د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده.
-
یونیسف کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد پروژې په پلي کولو کې د سرپرست حکومت سره همکاري کوي
کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) چارواکو د افغانستان له سرپرست حکومت سره کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد د پروژې په تطبیق کې خپله همکاري اعلان کړه.
-
د نړیوال روغتیا سازمان د ختیځ مدیترانې سیمې عمومي رییس:
موږ هڅه کوو چې د روغتیا په نړیوال سازمان کې د افغانستان څوکۍ ژر تر ژره سرپرست حکومت ته وسپارو
کابل- ایرنا- د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مشر د روغتیا په نړیوال سازمان کې د افغانستان د څوکۍ د سرپرست حکومت ته د سپارلو هڅې پیل کړې.
-
جاپان په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له قربانیانو سره څه باندې ۷ میلیونه ډالره مرسته وکړه
کابل- ایرنا- په کابل کې د جاپان سفیر په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له قربانیانو سره د خپل هېواد د څه باندې اوه میلیونه ډالرو مرستې د تخصیص اعلان وکړ.
-
ایران: صهیونیسټ رژیم په نړیوالو غونډو کې د ګډون وړ نه دی
کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: هغه رژیم چې د ملګرو ملتو په اصولو او اهدافو او په نړیواله ټولنه کې په سوله ایز ژوند باور نه لري او د هغه شتون په یوه ملت باندې د برید په معنی دی، په نړیوالو غونډو کې د شتون وړ نه دی.
-
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: د غزې د نسل وژنې په اړه د انګلستان انکار د نسل وژنې په اړه د رضایت څرګندونه ده
کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې په ردولو کې د انګلستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې خورا وحشتناکه او غیر انساني وبللې.
-
ایران: د ایران پرضد د اروپا بندیزونه هیڅ قانوني، منطقي او اخلاقي اساس نه لري/ د بندیزونو پایلې به دوی اغیزمن کړي
کابل- ایرنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اروپایی اتحادیې له خوا د ایران د بېړیو په وړاندي بندیزونه د فیصلې په غبرګون کې د اروپا دغه اقدام له هیڅ ډول قانونی، منطقی او اخلاقی بنیاده بې برخې وباله.
-
د افغانستان چارواکو او د بحران نړیوالې ډلې د اقلیم د بدلون د ننګونو د مخنیوي لپاره پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
کابل- ایرنا- د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر او د بحران د نړیوالې ډلې چارواکو د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ.
-
د روسیې له پانګوالو سره د حکومت د اقتصادي مرستیال غونډه؛
ملا برادر: افغانستان د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل: افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه هیواد دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.
-
د امو سیند په حوزه کې د نفتو د ۱۸ نویو څاګانو کیندلو کار پیل شو
کابل- ایرنا- د اف چین شرکت ویاند د امو سیند د نفتو په ساحه کې د ۱۸ نورو څاګانو کیندلو د پیل اعلان وکړ.
-
په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت مشر:
د مالیزیا چارواکو په وار وار د افغانستان د ابادي لپاره خپل مرستې ژمنه کړې ده
کابل- ایرنا- په مالیزیا کې د افغانستان د حکومت د سفارت سرپرست وايي: د مالیزیا لوړ پوړي چارواکي د افغانستان په اړه مثبت نظر لري او پرلپسې ژمنې ترلاسه شوي چې کوالالامپور به د افغانستان د ابادۍ په موخه خپلې تجربې له اسلامي امارت سره شریکې کړي.
-
افغانستان او د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې پر پیاوړتیا خبرې وکړې
کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست او د روغتیا د نړیوال سازمان مشر له پولیو او نورو ساري ناروغیو سره د مبارزې پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
-
د ایران د رهبر سلاکار: د لبنان د مقاومت د هرې پرېکړې ملاتړ کوو/ د مقاومت د مشرانو په هوښیارۍ پوره باور لرو
کابل – ایرنا- د اسلامی انقلاب د معظم رهبر ستر سلاکار وویل: مونږ د لبنان د اسلامی مقاومت له هرې پرېکړې ملاتړ کوو.
-
تهران د ایران له ملي حاکمیت څخه د سرغړونې د مخنیوي لپاره د امنیت شورا د لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه
کابل- ایرنا- په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي د ملګروملتونو سرمنشي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رئیس او د امنیت شورا رییس ته په یوه لیک کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په خلاف د اسرائیلي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره د لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه.
-
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له ایرنا سره؛
له ایلون ماسک سره په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي لیدنه حقیقت نه لري
کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له ایرنا سره په مرکه کې په نیویارک کې د ایران د اسلامی جمهوریت له دایمی استازی سره د ایلون ماسک کتنې په هکله د ځینو امریکایی رسنیو ادعا رد کړه.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:
پاکستان او روسیې موافقه وکړه چې د سوکاله او سوله ییز افغانستان د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته ژمن پاتې شي
کابل- ایرنا- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چي له روسیې سره موافقه کړې چې د یوه سوکاله او سوله ییز افغانستان د ترلاسه کولو لپاره ژمن پاتې شي.
-
له خوست ولایت څخه سعودي عربستان ته مستقیمې الوتنې پیل شوې
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له خوست ولایت څخه سعودي عربستان ته د مستقیمو الوتنو د پیل اعلان وکړ.
-
له اشغال شویو سیمو د صهیونیسټانو د تېښتې زیاتوالی
کابل- ایرنا- صهیونیسټي رسنیو د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د بنیامین نتانیاهو د اوسنۍ کابینې له جوړیدو وروسته له اشغال شویو سیمو څخه د مهاجرت په کچه کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راپور ورکړی.
-
د ایران او سوریې چارواکو له صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې او ټولې سیمې ته د کړکیچ د پراخیدو په مخنیوي ټینګار وکړ
کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ستر سلاکار په استانه کې د سوریې له لوی مذاکره کوونکی سره په کتنه کې د صهیونیسټی رژیم د جنایتکارې ډلې له جنایتونو سره په مقابله او ټولې سیمې ته د کړکیچ د پراخیدو په مخنیوی ټینګار وکړ.
-
د ایران د ولسمشر مرستیال:
په اوسنيو حالاتو کې د ایران او سعودي ترمنځ د سیاسي اړیکو پراختیا په سمه لاره روانه ده/ بن سلمان ته ایران ته بلنه ورکړل شوه
کابل- ایرنا- د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال وویل: په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تعامل د پراختیا او پرمختګ لپاره یوه نوې لاره پرانیستل شوې چې نه بدلیدونکی لاره ده.
-
هند په ممبۍ کې د افغانستان د سرپرست حکومت قونسل ومنله
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په ممبۍ کې د دغه هېواد نوی قونسل د هند له خوا منل شوی دی.
-
بن سلمان:
موږ پر غزې، لبنان او ایران بریدونه غندو/ الغیط: د اسراییلو دنده دا ده چې په سیمه کې د هماهنګۍ او سولې راتلونکې له منځه یوسي
کابل- ایرنا- د سعودي عربستان ولیعهد په غزه، لبنان او ایران باندې د اسرائیلي رژیم د تروریستي بریدونو د غندلو په ترڅ کې وویل: موږ یو ځل بیا په غزه کې د اسرائیلو له لوري له نسل وژنې سره په کلکه مخالفت کوو.
-
هند په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ د سرپرست حکومت د استازي د شتون په اړه څېړنې کوي
کابل- ایرنا- هندي رسنیو راپور ورکړی چې په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د سرپرست حکومت د استازي موجودیت د دغه هېواد د چارواکو له خوا څېړل کېږي.
-
د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ د دفتر مشر: بهرني پانګوال په رڼا پنجشیر کې پانګونې ته لېواله دي
کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشر په پنجشیر ولایت کې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا اعلان کړه.
-
نتانیاهو: د پیجرونه چاودنې او د سید حسن نصرالله وژل د امنیتي ادارو د لوړ پوړو چارواکو له مخالفت سره سره ترسره شول
کابل- ایرنا- د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر د کابینې په اونیزه غونډه کې په لبنان کښې د «پیجر» وسیلې د چاودنې او د حزب الله غورځنګ د پخواني سکرتر جنرال د وژل کیدو مسئولیت په رسمي توګه په غاړه واخیست.