AP ۱۴۰۳ کب ۲۵ ۲۲:۲۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85779350
T T
۰ Persons

Tags

په لبنان کې دصهیونیسټ رژیم د جنګ لګښت ١٤ میلیارډ ډالره اټکل شوی دی

کابل- ایرنا- د لبنان د دندې او ټرانسپورټ وزیر د دغه هیواد په خلاف د صهیونیسټ رژیم د وروستۍ جګړې له امله د اوښتو تاوانونو اندازه ١٤ میلیارډ ډالره اټکل کړې ده.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، «فایز رسامني» نن د کب په ۲۵ مه نېټه د دغه هېواد په وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جګړې له امله د اوښتو زیانونو اټکل وړاندې کړ چې له امله د اوښتو زیانونو اندازه ۱۴ میلیارده ډالره اټکل شوې ده.

 هغه وويل: په هغو سيمو کې چې اسرائيلي پوځ په کې شتون نه لري د کنډوالې د پاک کولو عمليات پيل شوي دي او د ویجاړیو د بيا رغاونې لپاره د نړيوال بانک په همکارۍ اوسني اقدامات ترسره کيږي.

 رسامني په بیروت کې د روسیې له «الکساندر روداکوف» سره د لیدنې په اړه وویل: د روسیې له سفیر سره په کتنه کې هغه له لبنان سره د مرستې وړاندیز وکړ او موږ ته یې بلنه ورکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره روسیې ته سفر وکړي.

 تر دې مخکې د لبنان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر  «امین سلام» د روسیې الیوم ټلویزیوني چینل ته ویلي و چې د اسرائیلو د جګړې په نتیجه کې د هغه هېواد مستقیم او غیر مستقیم زیانونه شاوخوا ۱۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې په دغو زیانونو کې د یرغل له امله رامنځته شوې پراخې ویجاړۍ، د استوګنې د ودانیو ویجاړول، د لبنان د دولتي تاسیساتو او د دغه هېواد د تاسیساتو مستقیم زیانونه شامل دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .