د یمن د انصار الله د ځواکونو تر برید لاندې د امریکا الوتکې وړونکې بیړۍ

کابل- ایرنا- د یمن وسله والو ځواکونو د دویم ځل لپاره د ترومن الوتکې وړونکې بېړۍ په نښه کړه او د امریکا هوایی بریدونه یې شنډ کړل.

ایرنا خبری اژانس وایی، د یمن وسله والو ځواکونو په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې په تیرو څو ساعتونو کې یې د دوهم ځل لپاره د یو اس اس هیری ترومن الوتکې وړونکې بیړۍ په بریالیتوب سره په نښه کړه او په یمن باندې یې د هوایی حملې مخه ونیوله.

د یمن د وسله والو ځواکونو په بیانیه کې راغلي دي چې د امریکې د جنګي بېړۍ یو اس اس هیری ترومن بې پیلوټه الوتکې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دویم ځل لپاره د سور سمندرګي په شمال کې د څو ساعتونو په نښته کې د څو بالسټیک او کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه شول.

 په بیانیه ې زیاته شوې ده: د یمن وسله وال ځواکونه وتوانیدل چې د یمن په خلاف د دښمن د حملې لپاره چې دښمن یې د ترسره کولو لپاره تیاری نیولی وو، شنډ کړی او د بې پیلوټه الوتکو او الوتکې وړونکو او د هغې په یو شمیر جنګی بیړیو باندې له ویشتلو وروسته دغه جنګی بیړۍ له هغه ځایه بیرته ستنیدو ته مجبوره کړ.

 د ایرنا د راپور له مخې، د یمن وسله والو ځواکونو د یکشنبې په شپه د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه هیواد وسله والو ځواکونو په یمن باندې د امریکې د تیری په ځواب کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې په شمالی سور سمندر کې د یو اس اس هیری ټرومن الوتکې وړونکې بیړۍ او اړونده جنګی بیړۍ په ۱۸ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره په نښه کړه.

 د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند زیاته کړه: امریکا په تیرو څو ساعتونو کې په صنعا، صعده، البیضاء، حجه، ذمار، مارب او الجوف ولایتونو کې څه دپاسه ۴۷ هوایی حملې وکړې او په لسګونو یمنی ملکیان یې ووژل.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .