د ایرنا خبري اژانس په وینا، د یمن المسیره تلویزیون د یکشنبې په شپه د وری ١٧مه اعلان کړ: د امریکا جنګي الوتکو د صنعا په شعب الحفا سیمه کې د یوه وګړي کور په نښه کړ چې په پایله کې درې کسان شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
دا شبکه په یوه بل خبر کې د صنعا د والي په حواله زیاته کړه چې د امریکا جنګي الوتکو د صنعا شمال لویدیځ کې د بنی مطر سیمې په جبل الاسود سیمه کې درې بریدونه وکړل.
امریکا او بریتانیا د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ د تیر کال د کب په ۱۵مه نیټه په یمن باندې هوایي بریدونه پیل کړل، چې په هیواد کې یې د استوګنې سیمې او ملکي مرکزونه په نښه کړل.
د یمن د انصارالله غورځنګ سیاسي دفتر په یوه اعلامیه کې په صنعا کې د استوګنې پر سیمو د امریکا او برتانیا هوايي بریدونه یو دښمنانه او جنایتکارانه عمل بللی دی.
په دې تړاو، د یمن وسله والو ځواکونو هم ټینګار کړی چې دوی به د امریکا د یرغل سره مقابله وکړي او د اسراییلي کښتیو د تیریدو مخه به ونیسي تر هغه چې د غزې پر وړاندې یرغل په بشپړه توګه ودرول شي او د سیمې محاصره پای ته ورسیږي.
د پیغام پای/
Your Comment