قرغزستان افغانستان او پاکستان ته ۲۳ میلیارده کیلو واټه ساعت برېښنا صادروي

کابل - ایرنا - د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د اجرایوي واحد مشر وویل: قرغزستان افغانستان او پاکستان ته ۲۳ ملیارد کیلو واټ ساعت بریښنا صادروي.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د قرغزستان رسنیو د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د اجرایوي واحد د مشر آکیل‌بیک تومن‌بایف په حواله راپور ورکړ چې قرغزستان به د کاسا ۱۰۰۰ لاین له لارې افغانستان او پاکستان ته د ۱۵ کلونو لپاره، ۲۳ ملیارد کیلو واټ ساعت برېښنا ولیږي.

هغه زیاته کړه: قرغزستان به له ۲۰۲۷ کال څخه د کاسا ۱۰۰۰ له لارې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا رسول پیل کړي.

دا لویه سیمه ییزه پروژه، چې تاجکستان، قرغزستان، افغانستان او پاکستان سره نښلوي، کله چې په بشپړه توګه فعاله شي، نه یوازې د افغانستان لپاره د بریښنا د لیږد فرصتونه برابروي بلکې د انرژۍ په سکتور کې به د سیمه ییزې همکارۍ په زیاتولو کې هم مرسته وکړي.

قرغزستان، ازبکستان، پاکستان او طالبانو د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د دې پروژې د کار د پیل لپاره یو تړون لاسلیک کړ. نړیوال بانک د دې پروژې تمویل ته چمتو دی.

د ایرنا په وینا، د کاسا پروژې لګښت ۱،۱۲۰ میلیارد ډالر دی، چې له دې څخه له ۴۰۰ ملیون ډالرو څخه ډیر یې د افغانستان ونډه ده، خو په دې پروژه کې د افغانستان د ونډې لویه برخه به د نړیوال بانک په مرسته ورکړل شي.

ټاکل شوې وه چې دا پروژه د هیواد د بریښنا شبکې ته ۳۰۰ میګاواټه بریښنا اضافه کړي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .