کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د مرکزي آسیا ټایمز وېب سایټ نن شنبې د غبرګولي ۱۲ مه اعلان کړی دی، چې د قرغیزستان او تاجکستان له لوري به د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پاتې چارې بشپړې او راتلونکی کال به د افغانستان له لارې پاکستان ته ۱.۲۵ میلیارد کیلواټ برېښنا صادره شي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پیلېدو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د روان کال په پیل کې د تاجکستان، قرغزستان او پاکستان ترمنځ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د بیا پیلولو هوکړه لاسلیک شوه.
د یادونې وړ ده چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له قرغزستان او تاجکستان څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد یوه مهمه او حیاتي پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې افغانستان ته ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ورکړل شي.
د پیغام پای/
Your Comment