AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲ ۱۴:۴۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85526913
T T
۰ Persons

Tags

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پر لار پرتې ځمکې څېړل او استملاک کېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې وزارت اعلان کړی دی، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پر لار پرتې ځمکې به تر څېړنې وروسته استملاک شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو نن سه شنبې د چنګاښ ۱۲ مه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د عمومي املاکو د استملاک په اړه د همغږۍ ناستې تر سره کېدو خبر ورکړی دی.

د عامه املاکو د استملاک په برخه کې د برېښنا شرکت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې او د الوان سیمې د ۵۰۰ کیلو ولټ او ۲۲۰ کیلو ولټ پروژې مسوول احمد فواد میران د ځمکو ادارې له رییس او د بېلابېلو ادارو له مدیرانو سره په دې برخه کې د ننګونو د حل کولو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د ځمکو ادارې او برېښنا شرکت مسوولین دې یو ګډ پلاوی هغو ولایتونو ته واستوي، چې کار یې نه دی بشپړ شوی، څو موضوع له نږدې وڅېړي او پر وخت یې ستونزې هوارې کړي.

د ایرنا د راپور له مخې د اسلامي امارت په بیا واک ته رسېدو سره په هېواد کې د کاسا ۱۰۰۰ مهمې او ملي پروژې په ګډون ګڼ شمیر لویې او وړې پروژې پلې شوې، چې په کلني ډول به له ۴۰ تر ۴۵ میلیونو ډالرو پورې عواید افغانستان ته ورسېږي.

کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا او انرژۍ د لېږد لویه پروژه ده چې د قرغزستان او تاجکستان له لارې افغانستان او پاکستان ته برېښنا لېږدوي. 

دا پروژه له منځنۍ اسیا څخه پیلېږي او د شېرخان بندر، کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار له لارې تېرېږي او د تورخم له لارې پښتونخوا ته غځېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .