د کابل او تهران چارواکو د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره د یوې ګډې کمیټې پر جوړولو موافقه وکړه

کابل- ایرنا- په تهران کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفارت په ایران کې د افغان مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره د افغان-ایران د ګډې کمیټې د جوړولو موافقه اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په تهران کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت چارواکو نن دوشنبه د لړم ۲۱ مه اعلان وکړ چې د دغه سفارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني، د وزیر سلاکار او د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او مهاجرینو د چارو معین سره په تهران کې ولیدل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په ايران کې د افغان مهاجرينو د قانوني شتون د تنظيمولو، خپل هيواد ته د مهاجرينو په داوطلبانه او باعزته راستنيدو او نورو اړوندو مسايلو باندې خبرې وکړې.

 دواړو لورو موافقه وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او مهاجرینو چارو او د سفارت تر منځ د متخصصینو یوه ګډه کمیټه جوړه شي،  چي دا کمیټه به د پرله پسې ناستو په ترڅ کې د مهاجرینو ستونزې په ګوته کوي او له هر اړخیزې څیړنې وروسته به د لازمې پریکړې په موخه د سفارت مشرتابه او د اتباعو ریاست ته راپور ورکوي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلورو کلونو کې د میلیونونو افغان مهاجرینو کوربه توب کړی او دا مهال په ایران کې له پنځو میلیونو ډیر افغان مهاجرین شتون لري.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .