په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن دوشنبه د کب په ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د روسیې او ایران ګرین ټري شرکت له شریکانو محمدصبوري او دینس کولومین سره وکتل.
په دغه کتنه کې دوی د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل، دغه راز یې د غور ولایت د سربو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
دغو پانګوالو په هېواد کې د ښه سمبال لابراتوار په اړه خبرې وکړې. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د دوی لېوالتیا وستایله او د پانګونې لپاره یې د لازمو همکاریو او اسانتیاوو ژمنه وکړه.
د پیغام پای/
Your Comment