په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن پنجشنبه د کب ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني په کابل کې د ترستکو میدلایست آلمانی شرکت یره وکتل.
د "ټرسټکو منځني ختیځ" شرکت مسوول وویل: موږ غواړو په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو په برخه کې د کانونو په بدل کې د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو او لیواله یو چې د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت سره په ګډه کار وکړو.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د ترستکو میدل ایست شرکت مسؤل ته د ښه راغلاست تر څنګ دوی له ليوالتيا څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې دامهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د سړکونو په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.
دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر زیاته کړه د غور – هرات او بادغیس – فاریاب سړکونو چې د افغانستان له مهمو سړکونو څخه شمېرل کیږي، یاد وزارت یې د رغولو پلان لري، په دې تړاو به د اسلامي امارت له رهبرۍ سره له سلا مشورې تر سره شي او د رهبرۍ له منظورۍ وروسته به له یادو سړکونو څخه د یو سړک د رغونې کار له تاسو سره قرارداد کړل شي.
د پیغام پای/
Your Comment