په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د غور د کانونو رييس مولوي عبدالحکيم اخندزاده نن چهارشنبه د کب په ٢٩مه وويل: د روان کال په اوږدو کې د کانونو او پټروليم وزارت تخنيکي ټيمونو د غور له سيمه ييزې ادارې سره په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ٢٥ ډوله کانونه کشف، ثبت او راجستر کړي دي.
ده زياته کړه: د دغو کانونو له جملې څخه شپږ يې بلاک شوي دي او ډېر ژر به د کانونو د استخراج لپاره قرارداد ورکړل شي.
د اخندزاده په خبره، پر تازه ثبت شوو کانونو سربېره د تولک او شهرک په ولسوالیو کې د لومړي او درېیم بلاک د سرب او جست، په تولک ولسوالۍ کې د زلینچې تراورټین ډبرې او د دولینه او تولک په ولسوالیو کې د ګچ ډبرې د استخراج قراردادونه له کورنیو شرکتونو سره شوي دي.
د غور ولايت د کانونو رييس ټينګار وکړ چې د دغو کانونو د استخراج په پيل سره به په دغه ولايت کې څه د پاسه زرو تنو ته د کار زمينه برابره شي.
د پیغام پای/
Your Comment