په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یکشنبه د مرغومی په ۱۶مه په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره وکتل.
په افغانستان کې د چين ولسي جمهوريت سفير جاو شېنګ په مختلفو برخو کې د دواړو هيوادونو د نيکو اړیکو يادونه وکړه او وې ويل: د چين او افغانستان ترمنځ د ښو اړيکو اويا کاله پوره کيږي او دا د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو ژورتيا ښيي.
هغه همداراز د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې غوړېدو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، د چين سفارت په وروستي يو کال کې د افغانستان سوداګرو او اتباعو ته ډېرې زياتې ويزې صادرې کړې دي، چې دا پخپله د دوه اړخيزه اړيکو پراختيا او پیاوړتیا ښيي.
د چين سفير د ګاونډيو هيوادونو لخوا اخراج شويو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو، د کرنې په برخه کې په ځينو ولايتونو کې د سړو خونو جوړولو، روغتيا، سروې او د افغانستان د کانونو استخراج لپاره د خپل هيواد تياری وښود او وې ويل، له افغانستان سره د چين ولسي جمهوريت همکاري به دوام ولري.
د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کدوالو سره د همکاریو او په نړيوالو غونډو کې د افغانستان دريځ د ملاتړ له امله يې له ياد هيواد څخه مننه وکړه.
حنفي زياته کړه: چين د يو ښه ګاونډي په توګه له ډېر پخوا راهيسې له افغانستان سره سوداګريزې، اقتصادي او سياسي اړيکي لري او په دې موده کې د دواړو هيوادونو ترمنځ يوه کوچنۍ ستونزه هم نه ده رامنځته شوې، بلکې د پياوړتيا او پراختيا لپاره يې هڅه شوې او هيله لرو چې په نږدې راتلونکې کې هم د دواړو هيوادونو اړيکي لا زياتې پراخې او پیاوړې شي.
همدا راز هغه په مختلفو برخو کې د چين د پانګونې هرکلی وکړ او همداراز د چين دولت څخه يې وغوښتل، چې د برېښنا د توليد او په عصري ماشينري د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د تجهيز په برخو کې هم همکاري وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستيال وويل: د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي او له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي.
د پیغام پای/
Your Comment