په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یکشنبې په ورځ د سلواغه په ۵ مه وویل: د سوداګرو د ملاتړ په موخه به د افغانستان او ازبکستان په څلورو لویو ښارونو کې ګډ سوداګریز مرکزونه جوړ شي.
هغه زیاته کړه: ازبکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وو او له ازبکستان سره په اوو پروګرامونو مفصل بحثونه وشول.
عزيزي وويل: په دې ليدنه کې د سوداګرو د ملاتړ په موخه د افغانستان او ازبکستان په څلورو لويو ښارونو کې د ګډو سوداګريزو مرکزونو د جوړولو هوکړه وشوه او د افغانستان پر لسو صادراتي توکو د ګمرکي تعرفې صفر ته د راټيټولو هم خبرې وشوې.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پر وړاندې شته محدودیتونو ته په اشارې سره، د افغانستان او ازبکستان د بانکي سیسټمونو د نښلولو، ټي ټي او د راکړې ورکړې په اړه د هر اړخیزو بحثونو یادونه وکړه او ویې ویل: د دواړو لورو د بحثونو او ژمنو پر بنسټ به د افغانستان او ازبکستان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
عزيزي وويل: د حیرتان – سپين بولدک د اوسپنیز پټلۍ د نښلولو په اړه چې له هرات، فراه، نيمروز، هلمند او کندهار څخه تېرېږي او تر سپين بولدک پورې رسېږي، د دواړو لورو ترمنځ مفصل بحثونه وشول.
د سلام عزيزي په وينا، ازبکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر اصلي موخه له افغانستان سره د دغه هېواد د صادراتو او وارداتو ترمنځ د توازن رامنځته کول وو او د ازبکستان لومړي وزير يادو ګډو پروژو ته د لازمو اسانتياوو د برابرولو او د جدي پاملرنې ډاډ ورکړ.
د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال همداراز په راتلونکی کال کې د برښنا د بیې د کمولو او د وارداتو د زیاتولو لپاره د دواړو هیوادونو ترمینځ د موافقې اعلان وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment