په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د یو شمېر روغتیايي څانګو کار پیل کړ.
په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د ملي دفاع وزارت د وسله والو ځواکونو ستر درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم حضور درلود.
خبرځاى زياته کړه: په دغو څانګو کې د نوي جوړ شوي سل بستريز ډيپارټمنټ، د ملکي ناروغانو لپاره د ځانګړي روغتون او د سردار محمد داوود خان روغتون ته د «NKC» کمپ د لېږد چې په نويو او پرمختللو طبي وسايلو سمبال دى شامل دي.
د ایرنا د راپور له مخې، د محمد داوود خان روغتون چې د څلور سوه بستریز روغتون په نامه هم یادیږی د افغانستان د ملی دفاع وزارت ځانګړی پوځی روغتون دی چې پکې د پوځ د زخمیانو او د پوځ د جنرالانو د کورنیو درملنه کیږی.
د پیغام پای/
Your Comment