په بامیان کې د امام خمیني (ره) د ۱۲۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل- ایرنا- د بامیان ولایت د والي ویاند له ۹ کلونو وروسته په بامیان کې د امام خمیني (ره) د ۱۲۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې د بشپړولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د بامیان ولایت د والي ویاند صبور سیغاني نن شنبه د سلواغه په ۲۰ مه وویل: د امام خمیني(ره) د ۱۲۰ بستریز روغتون د ودانۍ چارې بشپړې شوې او ځینې مهم او اړین تجهیزات نصب او د کار لپاره چمتو شوي دي.

هغه زياته کړه: په هغه سفر کې چې په کابل کې د ايران د سفارت سرپرست عليرضا بيګدلي څو ورځې مخکې باميانو ته کړى و، د دغه ولايت له والي سره يې په دې باب خبرې وکړې.

 د والي وياند وايي: د دغه ولايت والي عبدالله سرحدي له بیګدلي سره ژمنه وکړه، چې د ياد روغتون د پرانېستې لپاره به د ستونزو د حل او د زمينې د برابرولو په اړه به د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

 د ایرنا د خبر له مخې،  په بامیان ولایت کې د امام خمینی(ره) د ۱۲۰ بستریز روغتون په پرانیستلو سره به د دغه ولایت د خلکو جدی روغتیایی اړتیاوې پوره شی.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .