په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پروان د والي ویاند حکمت شمیم نن دوشنبه د لیندۍ په ۱۹مه اعلان وکړ چې د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د دغه ولایت له والي محمد ادریس انوري سره وکتل.
ادریس انوري د پروان ولایت عمومي روغتیايي وضعیت او د دغه ولایت د خلکو ستونزې د عامې روغتیا وزارت له مرستیال سره شریکې کړې.
نوموړي د روغتيايي مرکزونو د کيفيت پر ښه والي، په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو پر پراختيا او د نيمه پاتې پروژو پر بشپړولو ټينګار وکړ.
د پروان والي د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۰۰ بستریز روغتون پر بشپړېدو چې چارې یې ۸۰ سلنه پرمختګ کړی، په سیاګرد ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز روغتون چارې چې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره یې د نوې ودانۍ پر ترمیم ټینګار وکړ.
مولوي عبدالولي حقاني وويل: د عامې روغتيا وزارت به د شته ننګونو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
ده زياته کړه: دعامې روغتيا وزارت تصميم لري چې د پروان ولايت په هره ولسوالۍ کې لس بستريز روغتون جوړ کړي. د دې اقدام موخه د ټولو خلکو لپاره د عادلانه او مساوي روغتیایی خدماتو چمتو کول دي.
د عامې روغتيا وزارت مرستيال څرګنده کړه: په پروان ولايت کې د شته پروژو د بشپړولو، د روغتيايي مرکزونو د تجهيزاتو د ښه والي او د روغتيايي خدمتونو د پراختيا لپاره جدي اقدامات شوي دي.
همداراز دواړو لورو د عامې روغتیا وزارت او د پروان ولایت د سیمه ییزې ادارې ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ، څو د خلکو روغتیايي اړتیاوې پر وخت پوره شي.
د پیغام پای/
Your Comment