کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې د غوايي ۱۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل په خیرخانې سیمه کې د خوراځواکه ماشومانو لپاره د یوې ځانګړې روغتیايي څانګې د کار د پیل خبر ورکړی دی.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې دغه روغتیايي څانګه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او د دغه وزارت د مرکزي څانګو د یو شمېر رئیسانو او روغتیايي کارکوونکو په حضور کې پرانیستل شوه.
په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په ۱۰۲ بستریز روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو د درملنې د څانګې پر جوړېدو خوښي وښوده او دا یې د روغتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله.
نوموړي له روغتيايي کارکوونکو هم وغوښتل، چې د نورو برخو ترڅنګ دې برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو ناروغانو ته معياري روغتيايي خدمات وړاندې شي.
د يادونې وړ ده، چې د خيرخانې په ١٠٢ بستريز روغتون کې د خوارځواکو ماشومانو د روغتيايي وضعيت د څارنې څانګه د روغتيا نړيوال سازمان په مالي مرسته جوړه شوې او شل بسترونه لري.
د پیغام پای/
Your Comment