متقي او بېګدلي د کابل او تهران د اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست د کابل- تهران د اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن سه شنبه د سلواغه ّپه ۳۰مه وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي د دغه وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په کتنه وکړ.

 په یاده لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.

متقي او بېګدلي په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د تجارتي راکړې ورکړې په آسانتیا، د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته دسهولتونو رامنځته کول، د ترانزیتي دهلېزونو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د اړوندو بنسټونو د ښه کولو په اړه بحث وشو.

 دواړو لورو همدا راز د روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو د زیاتولو او د تجاربو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د انرژۍ اړوند موضوعات، لکه د برېښنا تأمین او په تخنیکي همکاریو پراختیا هم مطرح شول.

 د ایرنا د خبر له مخې،  د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلی دی چې علیرضا بیګدلي د سیاسی او اقتصادی سلامشورو په لړ کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقي سره د تجارت، ټرانسپورټ، روغتیا او طبی مسائلو، کرنې، بریښنا او د سیاسی ملګرتیاو په مختلفو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .