کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن (سه شنبې د مرغومي ۵ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان او ایران له ګډې سوداګریزې خونې استازو سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.
دواړو لورو په دغه لیدنه کې پر سوداګریزو، کرنیزو او صنعتي مسایلو باندې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي متقي په دغه لیدنه کې ډاډ ورکړ، چې د افغانستان دولت په ټول توان د داخلي او بهرنیو پانګوالو تر شاه ولایت دی او په افغانستان کې یې له پانګونو ملاتړ کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان د ترانزیټي ارزښت، له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په ارتباطي لارو او واخان کورېدور په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي متقي په افغانستان او سیمه کې د امنیت، یووالي، اقتصادي ودې او هر اړخیزو همکاریو په اړه وویل، چې افغان حکومت د امنیت د ښه کولو لپاره هر اړخیزې هڅې کړې او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان، سیمې او ګاونډیو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د پیغام پای/
Your Comment