افغانستان او ایران بېلا بېلو برخو کې د اقتصادي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال او ورسره پلاوی په تګ سره دواړو هېوادونو په بېلا بېلو برخو کې د اقتصادي همکاریو په پراختیا ټینګار کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني  برادر او ورسره ۳۰ کسیزه ستراتېژيک اقتصادي پلاوی په تګ سره د دواړو هېوادونو تر منځ لومړنۍ ستراتېژیکه ناسته پرون (شنبې د لړم ۱۳ مه) په تهران کې وشوه.

دغه ناسته د ایران د اسلامي جمهوریت د کرنې د جهاد وزیر محمد علي نېکبخت په کوربتوب تر سره شوه.

په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې، بڼوالۍ او د ځمکې د کرنې په برخو کې د خپلو ظرفیتونو په شمېرلو سره په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په دغه ناسته کې د ایران د انرژۍ، لار او ښار جوړونې، اقتصاد او بهرنیو چارو وزارتونو وزیرانو هم حضور درلود.

په دې کتنه کې دواړو لورو د ازادې سوداګرۍ د زونونو په ځانګړي ډول د چابهار بندر، د دوه اړخیزو ګمرکونو، د ټرانزیټ او ټرانزیټي وسایطو د راکړې ورکړې او په دې برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هراړخیز بحث او خبرې وکړې، تر څو تخصصي کمېسیونونه دغه مسایل لا زیات وڅیړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .