علیرضا بیګدلي: ایران هوډ لري چې له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ د پراختیا د پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي

کابل – ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست وویل: ایران هوډ لري چې له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ د پراختیا د پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور نن پنجشنبه د کب ۲۳مه په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له سرپرست علي رضا بیګدلي سره وکتل.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو همکاریو د مخنې یادونه وکړه او د هغه د پراختیا او دوام په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په پلي کولو باندې ټینګار وکړ.

 منصور د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او اسلامي امارت هم د پراختیایي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره یې هر کلی کوي.

همداراز د ایران اسلامي جمهوریت سفیر هم په دغه لیدنه کې څرګنده کړه، چې ایران هوډ لري چې له افغانستان سره د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

 په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا باندې د ټینګار ترڅنګ د اوبو د کموالي او وچکاليو د مسائلو په هکله هم بحث او د اندونو تبادله وشوه.

 د ایرنا د خبر له مخې، له افغانستان او ایران سره د ایران د اسلامی جمهوریت ملګرتیا په مختلفو برخو کې د زیاتیدو په حال کې ده.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .