د ایران اسلامي انقلاب د حقیقي ژوند بیلګه ده/ که صهیونیسټان په لبنان کې پاتې شي، هرڅوک پوهیږي چې موږ به له اشغالګرو سره څه وکړو

کابل- ایرنا- د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر د حزب الله د وژل شویو قومندانانو د تلین په مناسبت په یوه بیانیه کې ټینګار وکړ د ایران اسلامی انقلاب د حقیقي ژوند نمونه ده.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان د حزب الله عمومی منشي شیخ نعیم قاسم د سلواغه په ۲۸ نیټه د حزب الله د قومندانانو د شهادت د کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل مونږ باور لرو چې امام مهدی علیه السلام به یوه ورځ راڅرګند شی او مونږ باید د هغه تر بیرغ لاندې واوسو ځکه چې دا د حق او انسانیت بیرغ دی.

هغه وويل: دجمهور رييس رفیق حريري دشهادت د٢٠مې کليزې په مناسبت دالله جل جلاله څخه دعا کوو چې همېشه يو موټى شي، شيخ راغب حرب هم يو مشهور شخصيت ؤ او دهغه په ​​شاوخوا کې ټول خلک راټول شوي وؤ اؤ په زړورتيا سره يې داسرائيلي غاصب رژيم په وړاندې ودريدل اؤ هيڅکله يې ددښمنانو تنده ماته نۀ کړه.

 د لبنان د حزب الله عمومی منشی د شهید سید عباس موسوی په اړه وویل: شهید یو پیاوړی شخصیت او د مجاهدینو لپاره نمونه وه. د شهید موسوي په وخت کې مقاومت ډېر پرمختګ وکړ، هغه د مجاهدینو لپاره د نمونې رول درلود او تل به یې تر څنګ و او کله به چې مجاهدین لومړۍ کرښې ته تلل، د وداع په مراسمو کې به یې ګډون کاوه، د فتح کلمه به یې له خولې نه وتله او تل به یې ویل: موږ ووژنئ، (څومره چې مو وژنئ) زموږ ملت به نور بیدار شي.

 شیخ نعیم قاسم څرګنده کړه: د ۱۹۸۲ کال له یرغل څخه د دښمن هدف د فلسطین د مقاومت ختمول او په لبنان او سیمه کې د مقاومت ختمول وو.

 د حزب الله عمومی منشی په دې خبرې سره چې د لبنان اسلامی مقاومت له شیخ راغب حرب څخه تر سید عباس موسوی پورې ډیر شهیدان وړاندې کړی دی، څرګنده یې کړه: د شهیدو قوماندانانو لاره د مقاومت لاره وه.

 هغه د شهید عماد مغنیه په اړه چې د شهید رضوان په نامه هم یادیږي وویل: شهید مغنیه په جهادي فعالیتونو کې خورا زیات اغیز درلود او ایماني فعالیت د شهید عماد مغنیه د تګلارو بنسټ و.

هغه د غزې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د بیاناتو ته اشاره وکړ، هغه تاکید وکړ: د امریکې لخوا وړاندیز شوې پروژه د عربو او اسلامی هېوادونو لپاره یو خطر دی او د عربی نړۍ او نړیوالې ټولنې چوپتیا به د امریکې له ولسمشر سره د دغه پلان په عملی کولو کې مرسته وکړی، مونږ د نړۍ په هر ځای کې د فلسطینیانو له اخراج سره سخت مخالفت کوو.

 د حزب الله عمومی منشی وویل: نن ثابته شوه چې اسرائیل هر څه کوی د امریکې په ارادې او رهبرۍ سره دی. عربي او اسلامي هېوادونه دې د فلسطينيانو له مېشتېدو سره مخالفت وکړي، د امريکا پلان د ټولو لپاره او د عربي او اسلامي هېوادونو لپاره خطر دی، که عربي او اسلامي هېوادونه د فلسطينيانو له مېشتېدو سره مخالفت ولري، موږ په حزب الله کې همکارۍ ته چمتو يو.

 شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ: اسرائیل باید د فبرورۍ په اتلسمه (۳۰ سلواغه) په بشپړه توګه له لبنان څخه ووځی او هیڅ عذر ونه لری او د لبنان حکومت باید دا ونه منی او باید پرېکنده عمل وکړی.

 شیخ نعیم قاسم وویل: اسرائیل باید په دوو ورځو کې د لبنان له ټولې خاورې ووځی. صهیونیسټان که د لبنان د خاورې په هره برخه کې پاتې شي، اشغالګر ګڼل کیږي او هرڅوک پوهیږي چې موږ له نیواکګرو سره څه کوو.

 هغه د بیروت په هوايي ډګر کې د ایراني الوتکو د کښېناستو د مخنیوي په اړه وویل: لومړي وزیر د الوتنو او ملکي وګړو د خوندیتوب په پلمه د الوتکې د کښېناستو د مخنیوي پرېکړه وکړه او دا کار د اسرائیلو له پرېکړې سره سم دی. زه د لبنان له حکومت څخه غوښتنه کوم چې د ایراني الوتنو د بندیز په اړه خپل خپلواک دریځ له سره غور وکړي او اعلان کړي.

 شیخ نعیم قاسم همداشان ټینګار وکړ: مونږ د یونیفل د ځواکونو په وړاندي د هرډول حملې مخالف یو.

 هغه زیاته کړه: د حزب الله د دوو پخوانیو سکرترانو شهید سید حسن نصرالله او سید هاشم صفی الدین د جنازې په مراسمو کې به د فبرورۍ په ۲۳(د کب ۵مه) نیټه خاورو ته وسپارل شی او د عربو او اسلامی هیوادونو شخصیتونه او د مختلفو فرقو او ډلو شخصیتونه به د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړی. زه له ټولو خلکو څخه غواړم چې په دې مراسمو کې پراخه ګډون وکړي.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .