د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې، د لبنان د حزب الله عمومی منشی شیخ نعیم قاسم د لیندۍ د ٢٥مه په شپه وویل: مونږ په لبنان باندې د صهيونېسټ رژيم د تېري په هره شېبه په تمه وو او يواځي د هغه وخت موږ ته معلوم نه و.
هغه زیاته کړه: دښمن غواړي په ټوله سیمه کې د خپلو پلانونو پر وړاندې هر ډول مقاومت له منځه یوسي.
شیخ نعیم قاسم وویل: مونږ د مقاومت د شنډولو لپاره د دښمن هدف ناکام کړ، د اشغال شویو خلک مو آواره کړل او زمونږ د مشرانو شهادت د دښمن لاس ته راوړنه دی؛ دا زموږ لپاره ناممکنه ده چې تسلیم شو یا ذلت ته تسلیم شو، او دا د حزب الله د مقاومت لپاره ناممکن دی.
هغه زیاته کړه: ستونزه، د (صهیونیسټ رژیم) یرغلګري دی او مقاومت کومه ستونزه نه ده، دښمن پوه شوی چې د حزب الله له مقاومت سره د مقابلې لپاره توان نه لري او په همدې خاطر یې د اوربند لپاره موافقې ته مخه کړه.
دښمن خپلو شومو موخو ته ونه رسېد
د حزب الله عمومی منشی وویل: مقاومت ځکه بریالی شو چې دښمن خپل اصلی هدف ته چې د حزب الله تباه کول او له موافقې پرته د ښارګوټو د میشتو کسانو بیرته ستنول دی ترلاسه نه کړ.
هغه وویل: موږ د لبنان له دروازې «نوي منځني ختیځ» ته د دښمن له ننوتو څخه منع کړي یو، او تړون (اوربند) د تیري د مخنیوي لپاره دی، نه د مقاومت د ختمولو لپاره؛ دا د ١٧٠١ پریکړه لیک پلي کولو تړون دی او په ځانګړي ډول د لیتاني سیند په سویل پورې اړه لري.
شیخ نعیم قاسم څرګنده کړه: مونږ د اسرائیلو له ژمنو څخه د سلګونو سرغړونو په مقابل کې انتظار وو چې د دغې موافقې په اجرا کې مرسته وکړو او د هغه په وړاندې خنډ جوړ نه شو او له اړوندو چارواکو سره مو حساب کتاب وکړ.
هغه زیاته کړه: فلسطین د دې سیمې د آزادۍ اساس دی ځکه چې اسرائیلو په خپل یرغل کې فلسطین د سیمې د اشغال بنسټ ګرځولی دی.
که د مقاومت مجاهدينو استقامت نه و، اسرائيل بيروت ته رسیدلې وای
د لبنان د حزب الله عمومی منشی ټینګار وکړ: مهمه خبره په ډګر کې د مقاومت دوام دی، په داسې حال کې چې امکانات یې محدود دی؛ موږ پیښې تعقیبوو او د ګټو پراساس عمل کوو؛ د حزب الله مقاومت د ايمان په واسطه دوام لري او قربانۍ زموږ مسووليت زياتوي چې له داسې دښمن سره مخامخ شو چې يوازې په مقاومت سره يې مخه نيول کيداى شي. مقاومت دوام لري او هره مرحله خپله لاره او طريقه لري، چې موږ به هم پرې عمل وکړو.
هغه زیاته کړه: مونږ د لبنان په خلاف د تیري مخه ونیوله او د جنګیالیو په استقامت او د ولس په ملاتړ مو په پوله کې دښمن مات کړ؛ که د مجاهدینو مقاومت نه وای، نو اسرائیل به بیروت ته رسېدلی وای او خپل راتلونکي پلانونه به یې پیل کړي وای، چې په کې د ښارګوټو جوړول او د ښارګوټو د میشت کسانو اسکان شامل وو.
هغه زیاته کړه: د ملت او پوځ په څنګ کې مقاومت د اشغالګز رژیم مخه نیولې ده چې په لبنان کې خپلو پراختیای اهدافو ته ورسیږی؛ حزب الله غښتلی دی، خپل قوت بیرته ترلاسه کوي او ادامه ورکوي، لکه څنګه چې مقاومت او لبنان په خپلو ځواکمنو عناصرو تکیه کوي، او هر هغه څوک چې په اسراییلو تکیه کوي ناکام شو.
هغه څرګنده کړه: په راتلونکی پړاو کې د حزب الله پلان د لیتانې سیند په جنوب کې د موافقې د عملی کولو، د لبنان د بیارغونې او د ولسمشر د ټاکلو لپاره دی.
د حزب الله مشر ټینګار وکړ: د سوریې رژیم د نویو ځواکونو په لاس کې دی چې موږ یې قضاوت نه شو کولای تر څو چې وضعیت ارام نه شی او دغه ځواکونه روښانه دریځونه غوره کړی او د هغوی دریځ مشخص شوی نه وی.
شیخ نعیم قاسم وویل: د پیشګیرانه دفاع او له راتلونکې څخه د وېرې او د امریکې د ملاتړ په پلمه یې د سوریې د پوځ ټول تاسیسات ویجاړ کړل، په داسې حال کې چې دوی (امریکا او صهیونیسټي رژیم) د سیمې د ورانولو په لټه کې دي.
موږ هیله لرو چې د سوریې نوی حکومت به اسراییل د دښمن په توګه وګڼي
د حزب الله عمومی منشی وویل: مونږ هیله لرو چې په سوریه کې ټول ګوندونه (د حکومت په جوړولو کې) ګډون وکړی.
هغه دوام ورکړ: حزب الله د سوریې له لارې د پوځي مرستو لاره له لاسه ورکړه؛ دا بېلتون رامنځته شو، خو هغه څه چې مهم دي د مقاومت دوام دی.
شیخ نعیم قاسم تاکید وکړ: مونږ باور نه لرو چې په سوریه کې څه پیښیږی په لبنان به اغیز وکړی او هیله لرو چې سوریه د هغه څه په اساس چې ملت یې غواړی ثبات ترلاسه کړی.
نعیم قاسم وویل: مونږ د سوریې ملاتړ وکړ ځکه چې له اسرائیلو سره د دښمنۍ په حال کې دی او هیله لرو چې د سوریې نوی حکومت به اسرائیل د دښمن په توګه وګڼی او اړیکې به یې نورمالې نه کړی.
د پیغام پای/
Your Comment