د ایرنا په وینا، د لبنان د حزب الله عمومی منشی شیخ نعیم قاسم د جمعې په شپه د لیندۍ په نهمه وویل: مونږ څو ځله ویلی دی چې مونږ د جنګ په لټه کې نه یو او زمونږ هدف د غزې ملاتړ دی او که په مونږ باندې جنګ تحمیل شی نو مونږ چمتو یو.
هغه زیاته کړه: نن موږ د بریا او الهي توفیق په فضا کې سره وینو. ۶۴ ورځې وړاندې پر لبنان ځمکنی یرغل پیل شو، دغه یرغل په لبنان کې پراخ او هر اړخیزه جګړه پیل کړه او دښمن د دې لپاره یو هدف وټاکه، چې د حزب الله تباهۍ، شمالي سیمو ته د صهیونیسټانو راتګ او د نوي منځني ختیځ جوړښت وو.
هغه په دې تینګار چي د صهیونیسټی دښمن تیری زمونږ لپاره ډیر خطرناک او دردونکی وو او مونږ د لسو ورځو لپاره ګډوډ وو، ویې ویل: حزب الله خپل قوت بیرته ترلاسه کړ او د قوماندې او کنټرول سیسټم یې بیا جوړ کړ هغه د جګړې په جبهه کې ثابت پاتې شو.
دحزب الله عمومی منشی دې ته په اشارې سره چې دغې ډلې ددښمن په داخلی جبهه کې ځپل شروع کړ او د دغه رژیم تاوانونه ډیر زیات دی، وویل: په سلګونو زره صهیونیسټان د اشغال شوي فلسطین له شمال څخه وتښتیدل او د مقاومت د استقامت په دوام سره دښمن بن بست ته ورسید.
هغه په دوام کې وویل: د مقاومت افسانوی دوام د صهیونیسټ دښمن يوځ ټکان وخوړ او د اسرائیلو سیاستوال او ټولنه یې په نا امیدۍ کې ډوب کړه.
شیخ قاسم تاکید وکړ: مونږ په لومړی سر کې جنګ ته نه وو داخل شوی خو د جنګ نتیجه دا وه چې مونږ د خپل قدرت له مقامه او د اور لاندې ونیسو او په فخر سره مو فتح ترلاسه وکړ او دښمن ونه شو کولای حزب الله تباه کړی.
هغه دې ته په اشارې سره چې ۶۱ فیصده اسرائیلو اعتراف وکړ چې د صهیونیسټ رژیم جنګ نه دی ګټلی، وویل: ماتې له ټولو اړخونو څخه دښمن محاصره کوی.
د حزب الله مشر وویل: د اوربند موافقه یو تړون نه دی بلکې د ۱۷۰۱ پریکړه لیک په چوکاټ کې د اجرایی اقداماتو پروګرام دی او د مقاومت او د لبنان د پوځ ترمینځ همغږي به د اوربند د ژمنو د اجرا لپاره په لوړه کچه ترسره شی.
هغه د دې خبرې په ویلو سره چې د لبنان د پوځ په باره کې زمونږ نظر دا دی چې د لبنان یوځ يو ملي پوځ دی او ځواکونه به يې په خپل وطن او زمونږ په وطن کې ځاى پرځاى شي، وويل: دغه اوربند د لبنان د ملي حاکميت تر چت لاندې شوې ده او موږ په ویاړ سره د خپلې خاورې د دفاع لپاره د اوربند موافقه وکړه.
هغه د مقاومت د اتلانو په ستاينه کې وويل: موږ په دغو زړورو وياړو، هغوى د جهاد سرلوړي او د بخښنې سرلاري دي.
قاسم همداشان په دوام کې وویل: مونږ له خپلو سترو شهیدانو په تیره بیا د شهید سید حسن نصرالله څخه مننه کوو چې مونږ ته یې د قدرت او وقار د ترلاسه کولو لاره هواره کړه.
د لبنان د حزب الله عمومی منشی زیاته کړه: د پوځ، طبی او روغتیایی کارکوونکو او د ملکی دفاعی ځواکونو شهیدانو ته چې په دغه ډګر کې یې کار او خدمت کړی، درناوۍ وړاندې کوو.
هغه د ایران له اسلامی جمهوریت، سوریې، یمن او عراق څخه مننه وکړه او وې ویل: له فلسطینیانو څخه زمونږ ملاتړ به په مختلفو او مناسبو طریقو سره دوام ومومی.
د پیغام پای/
Your Comment