د خدای د وعدې او میداني تجربې له مخې د مقاومت بریا یقیني ده/ دښمن نشي کولای حزب الله ته ماتې ورکړي

کابل- ایرنا- د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ایران د خبرګان مجلس له استازیو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د مقاومت بریالیتوب د الهي وعدې او د میدان د تجربې په اساس یقینی دی او وفرمایل: شهید نصرالله او د مقاومت شهیدانو اسلام ته عزت ورکړ او د مقاومت جبهې ته یې قوت او ځواک ور زیات کړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه‌ای پنجشنبه د لړم د میاشتې په ۱۷ نیټه د ایران د خبرګان مجلس له غړیو سره په کتنه کې دې ته په اشارې سره چې دغه ورځې د اربعین د ستر او نه هیریدونکی مجاهد شهید سید حسن نصرالله سره سمون خوري، د هغه او د مقاومت د نورو شهید قومندانانو او مشرانو د هنیه، صفی الدین، سنوار او نیلفروشان ته درناوی وکړ او ویې ویل: دغو شهیدانو د اسلام او مقاومت جبهه ته عزت او قوت ورکړ. 

 هغه حزب الله د شهید نصرالله یوه تلپاتې خاطره وبلله او زیاته یې کړه: حزب الله د مقاومت د رهبر د زړورتیا، هوښیارۍ، صبر او بې ساري اعتماد په برکت داسې بې سارې وده وکړه چې دښمن چې په هر ډول مادي او تبلیغاتي وسلو سمبال دی، د خدای په فضل سره به ونه شي کولای چې دغه عجیبه پدیده له منځه یوسي. 

 حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای د غزې او لبنان په جنایتونو کې د امریکې او د ځینو اروپایی هیوادونو د ښکیل ته په اشارې سره، په لبنان، غزې او فلسطین کې د ځواکمنې مبارزې د دوام نتیجه د حق او مقاومت د جبهې بریا وبلله او وویل: د مقاومت د غورځنګ د برياليتوب يو لامل د خداى هغه بې شکه وعده ده، چې د جهاد له اجازې وروسته پر مظلومانو ټينګار کوي، که له خداى سره مرسته وکړئ، د خداى نصرت او بریالي يقيني ده. 

 هغه د صهیونیسټی تیریګرو په وړاندې د مقاومت د تیرو څو لسیزو تجربو د حق جبهې د وروستۍ بریا یو بل څرګند دلیل وباله او ویې ویل: حزب الله په تیرو څلویښتو کلونو کې په مختلفو پړاوونو کې صهیونیسټ رژیم ته ماتې ورکړې ده؛ د بیروت، صیدا او صور ښارونه او په پای کې یې د لبنان له جنوب څخه په بشپړه توګه وتلو ته اړ کړ او د دغه هیواد ښارونه، کلي او جګوالی یې د دغه رژیم له شتون څخه پاک کړه.
 
 د انقلاب معظم رهبر د حزب الله حیرانوونکی ځواک «د دښمن چې په هر ډول نظامي، سیاسي، تبلیغاتي او اقتصادي وسلو سمبال دی او هم د نړۍ د سترو فاسقانو لکه د امریکا د ولسمشرانو په ملاتړ تکیه کوي» په شا ودرولو او ماتولو کې د حزب الله د وړتیاوو د ګام په ګام د زیاتوالي او د خدای په لاره کې د مجاهدینو له یوې کوچنۍ ډلې څخه په یوه لوی سازمان باندې د بدلون نښه ګڼلې ده او وویل: همدغه فتحه تجربه دفلسطین دمقاومت په باره کې هم ده او له ١٣٨٨ کال څخه تراوسه پورې ۹ ځله له صهیونیسټ رژیم سره جنګیدلی کړې ده او دغه رژیم ته یې ټول ۹ ځله ماتې ورکړې ده.

 هغه دفلسطین مقاومت دصهیونیسټ اشغالګرو سره دجګړې اوسنی ګټونکی وباله او زیاته یې کړه : په دې جنګ کې دصهیونیسټانو هدف دحماس له مینځه وړل وو خو د لسګونو زرو خلکو له قتل عام او دعربو د مشرانو له شهادت سره سره . مقاومت او حماس په نړۍ کې د یو بد، کرکه، منزوي او غندلو په ښودلو سره دغه هدف ته ونه رسیدل او حماس لا هم جګړه کوي چې د صهیونیسټي رژیم د ماتې په معنا ده. 

په دې جنګ کې د صهیونیسټانو هدف د حماس له مینځه وړل وو خو د لسګونو زرو خلکو په قتل عام او د مقاومت او حماس د مشرانو له شهادت سره سره او په نړۍ کې د یو بد، کرکه، منزوي او غندل شوي مخ په ښودلو سره دغه هدف ته ونه رسیدل او حماس لا هم د صهیونیسټي رژیم په وړاندي جګړه کوي، چي دا د صهیونیسټي رژیم د ماتي په معنا ده.

حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای له صهیونزم سره د مقابلې د دوام حزب الله پیاوړی وباله او ویې ویل: په لبنان او نورو ځایونو کې د دې فکر چې حزب الله کمزوری کیږی، ځینو کسانو د دغه مجاهد تنظیم په خلاف د طعنې ژبه خلاصه کړې ده، په داسې حال کې چې هغوی غلط او په توهم کې دي، ځکه د سید حسن نصرالله او سید صفی الدین په شان د سترو شخصیتونو د نشتون سره سره د حزب الله تشکیلات په لوړ مورال او په میدان کې مجاهدین په سخته جګړه بوخت دي او دښمن یې نه شي هغوی ماتولی.

هغه څرګنده کړه: نړۍ او سیمه به یوه ورځ وویني چې صهیونیسټ رژیم به د دغو مجاهدینو په لاس په ښکاره ماتې وخوري او هیله لرو چې تاسو ټول دا ورځ وویني.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .