په بلخ کې څه دپاسه دوه سوه کيلوګرامه نشه يي توکي او نږدې څلور سوه ليتره الکولي مشروبات وسوځول شول

مزارشريف- ايرنا- د بلخ ولايت امنيه قوماندانۍ د څه باندې دوه سوه کيلوګرامه نشه يي توکو او شاوخوا څلور سوه لېتره الکولي مشروباتو د سوځولو خبر اعلان ورکړ.

په مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکو چهارشنبه د سلواغه په ۲۴مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې په دغه ولایت کې یې یوه اندازه نشه يي توکي او الکولي مشروبات سوځولي دي.

 خبرځاى زياته کړه: په دغو توکو کې چې په تيرو اتو مياشتو کې ترلاسه شوي دي ٣٤٤ ليتره الکولي مشروبات او ٢١٠ کيلوګرامه بېلابېل نشه يي توکي لکه چرس، ګولۍ، شيشه او نور شامل و چې له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست له خوا وسوځول شول.

 خبرپاڼه زیاتوي چې په دې تړاو ۳۱۰ تنه نیول شوي او دوسیې یې اړوندو چارواکو ته استول شوي دي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه ایزو موادو سره د مبارزې ریاست پرون په لغمان ولایت کې د ۳۰ کیلوګرامه چرس د قاچاق مخه ونیوله.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .