په اروزګان کې شپږ ټنه له نېټې تېر درمل او بې کيفيته خوراکي توکي وسوځول شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په اروزګان ولایت کې د شپږ ټنه له نیټی تېر درمل او بې کیفیته خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم په دوهمه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د اروزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست ۲۶۹ قلمه بې کیفیته او له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي، چې وزن یې شپږ ټنه کېده راټول او له منځه یوړل شول.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست حکومت له رامنځته کیدو سره سم د دغه هیواد په درملتونونو کې د درملو د کیفیت جدي څارنه کیږي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .