په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو نن شنبه د سلواغه په ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې په جوزجان ولایت کې یې ۸ تنه د نشه یي توکو د پلور په جرم نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوی: د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د جوزجان ولایت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو ۸ تنه له ۴۵ نشه یی تابلیت، ۶۳ ګرامه چرسو او شیشو سره یو ځای نیولی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ورته وخت کې دغه ۱۵ روږدي کسان د درملنې په موخه روغتیايي کمپونو ته معرفي شوي او ۱۱ نور یې تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د فراه، غزني، خوست، دایکندي، پروان او بامیان ولایتونو نهه تنه پرون د نشه ایزو موادو د خرڅلاو په جرم ونیول شول.
د پیغام پای/
Your Comment