AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۷ ۱۸:۰۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85682706
T T
۰ Persons

Tags

په تخار کې دوه ټنه تیر تاریخ توکو او بې کیفیته مواد وسوځول شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په تخار ولایت کې د دوه ټنو تیر تاریخ او بی کیفیته توکو د سوځولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې دوه ټنه بې کیفیته او تیر تاریخ توکو د دغه ولایت د ښاروالۍ له خوا له ښاره بهر لېږدول شوي او د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې سوځول شوي دي. 

 دغه تیر تاریخ توکو له دې مخکې له تالقانو ښار څخه راټول شوي وو او دصنعت او سوداګرۍ رياست په ډيپو کې ساتل شوي وو. 

 د ایرنا د خبر له مخې، د کنړ ولایت د عامې روغتیا ریاست هم تیره اونۍ په دغه ولایت کې د څه د پاسه ۳.۱ میلیونو افغانیو په ارزښت ۲۶ ټنه درملو، تبر تاریخ شوي خوراکی مواد او الکولی مشروبات وسوځول.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .