اشغالګر رژیم د حماس غوشتنې ته تسلیم شول؛ د بشري مرستو ۸۰۱ لارۍ غزې ته ننوتلي دي

کابل- ایرنا- صهیونیسټ رژیم بالاخره د حماس غورځنګ غوښتنې ته غاړه کیښوده او د هغه څه له مخې چې په موافقه کې ذکر شوی وو غزې تړانګې ته د بشردوستانه مرستو له داخلیدو سره موافقه وکړه.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په غزې تړانګې کې ساحوی سرچینو د سلواغه د میاشتې په ۲۴مه نیټه د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ چې د بشری مرستو ۸۰۱ لارۍ غزې تړانګې ته داخلې شوې او صهیونیسټ رژیم د دغې مرستې په رسیدو کې د اوربند د موافقې د احکامو پابند دی.

 دغو سرچینو د دغو مرستو د رارسیدو د جزئیاتو په هکله ټینګار وکړ چې له دې جملې څخه ۲۳۱ لارۍ د غزې شمال ته داخلې شوې چې له دې جملې څخه ۱۳۹ لارۍ د بیت حانون «ایزر» له لارې، ۹۲ لارۍ د غزې په شمال کې د ذیکیم له لارې او ۵۷۰ لارۍ د کرم ابوسالم له کراس څخه دي.

 پرون د مرستو په کاروان کې ۱۰ د ګازو او د ٢٩ د تیلو لارۍ شاملې وې.

د اوربند د موافقې له مخې باید هره ورځ ٦٠٠ مرستندویه لارۍ غزې ته داخلې شی او په دې معنی چې صهیونیسټ رژیم د خپلو پاتې مکلفیتونو د جبرانولو په خاطر نن ورځ ٢٠١ نور لاریو وارد شوي دی.

 په دې لړ کې د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان وکړ چې د ۵ لاریو په شمول د درملو او طبی تجهیزاتو یو کاروان د غزې په شمال کې د روغتیا وزارت ګودامونو ته رسیدلی دی.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .