د اوسپنیز پټلۍ مرستیال له ترکیې څخه هېواد ته د افغان سوداګرو د راستنېدو غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت د اوسپنیز پټلۍ مرستیال هېواد ته د هغو افغان سوداګرو د راستنېدو غوښتنه وکړه چې په ترکیه کې مېشت دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس نن شنبه د لیندۍ په ۱۰مه وویل: د دغه وزارت د اوسپنیز پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په حضور کې د ترکیې په استانبول ښار کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل.

 مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې اوس په هېواد کې د ملي او نړیوالو سوداګرو لپاره د پانګونې مناسب چاپېریال برابر شوی او دوی کولای شي افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي.

نوموړي په دې کتنه کې ملي سوداګر اقتصادي مجاهدین وبلل او زیاته یې کړه: د افغانستان اسلامي امارت له سوداګرو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

 د دې ترڅنګ د ټولګټو وزارت د اوسپنیز پټلۍ مرستیال د ترکیه هیواد د اوسپنیز پټلۍ، د هغه هیواد ملي ریل موزیم، د استانبول میټرو سټیشنونو او د دې سټیشنونو مدیریت څخه هم لیدنه وکړه.

 د ایرنا په وینا، د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت د اوسپنیز پټلۍ مرستیال د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د فعالیتونو د پراخولو په موخه د هرات د خواف له لارې د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر کړی و.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .