AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۱ ۱۵:۰۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85745293
T T
۰ Persons

Tags

د قوش تېپې کانال د دویم فاز کار نږدې ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي پراختیايي شرکت ویاند اعلان وکړ چې د قوش تېپې کانال د دویم فاز کار نږدې ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.

په کابل کې د ایرنا خبری آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملی پراختیایی شرکت ویاند نبی ارغندیوال نن یکشنبه، د سلواغه ۲۱مه په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل: د اماراتی شرکتونو اجرایی رییس او د ملی پراختیایی شرکت اجرایی مشر د قوش تېپې ملی کانال پروژې له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه.

 هغه زیاته کړه: د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کيندنې چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې او د کانال د سربند چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي. د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي پرمختیايي شرکت د ویاند په وینا، د دغخ کانال په لاره کې د اوو پلونو د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی.

 د ایرنا په وینا، د قوش تېپې د اوبولګولو کانال د افغانستان په شمال کې د اوبو د انتقال له سترو پروژو څخه دی چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۵۲ متره سور او له ۸.۵ څخه تر ۱۲.۵ مترو ژوروالی لري.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .