په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند چې نن یې په کابل کې د اوبو په نړیوال کنفرانس کې خبرې کولې، وویل: د اسلام مبارک دین د یوې اسلامي ټولنې په توګه موږ ته له اوبو سره د سم چلند په اړه دیني مکلفیت راجع کوي او له بل لوري له نړۍ سره د سیالۍ، اقتصادي ودې او د راتلونکو نسلونو د حقونو خوندي کولو لپاره د اوبو پایښت لرونکی او مسلکي مدیریت ډېر اړین او ستر ملي مکلفیت ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه: که څه هم اوبه نوې کېدونکې خو بیا هم په اوسنۍ نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو زیاتېدونکو اړتیاوو او له اوبو سره د انسانانو د ناسم چلند له امله په جدي توګه د هغه کمښت حس کېږي او په مسلسله توګه د کمېدو په حال کې دي.
ملا برادر څرګنده کړه: افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې او زېرمې لري، خو له بده مرغه د هېواد په معاصر تاریخ کې له دغه ستر نعمت سره د بېلابېلو عواملو له امله مسلکي او ملي چلند نه دی شوی.
د ملا برادر په وینا، په همدې موخه د خپل حق له اوبو د ښې استفادې او مدیریت په موخه د افغانستان اسلامي امارت خپلې هڅې کوي چې یوه بېلګه یې د قوش تېپې کانال کیندل او د ځینو نورو بندونو تړل او رغول دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري په هېواد کې د اوبو غوره مدیریت، تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې، د اوبو د سالمې استفادې او ککړتیا د مخنیوي په موخه د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی دی.
یاد کنفرانس ته د دولتي ادارو یوشمېر مسوولین، د بهرنیو معتبرو پوهنتونونو استادان، د نړیوالو سازمانونو استازي او د اوبو مدیریت برخې کورني او نړیوال څېړونکي او متخصصین رابلل شوي چې ۱۳۵ څېړنیزې مقالې به پکې شریکې شي.
د پیغام پای/
Your Comment