AP ۱۴۰۳ وری ۲ ۱۱:۴۴
Journalist ID: 5513
News ID: 85423772
T T
۰ Persons
د قوش تېپې کانال دویم فاز له ټاکلي وخت مخکې عملي شي

کابل- ایرنا- د ملي پراختیایي شرکت چارواکي وايي، د کار د چټکتیا له امله په پام کې ده چې د قوشتپې کانال د دویم فاز کار له ټاکلي وخت مخکې پای ته ورسېږي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د قوشتپې کانال پروژې مسوول سيد ذبيح الله میري نن پنشنبې د وري ٢مه، ځينو رسنيو ته ویلي: د قوشتپې د ملي کانال د دويم فاز کار هم مهاله په بلخ او جوزجان ولايتونو کې پيل شوى او د مسوولينو په وينا، د کېندلو چارې یې درې سلنه بشپړې شوې دي.

د هغه په وينا، اوسمهال د بلخ او جوزجان ولايتونو په څه باندې شلو ځايونو کې د دغه کانال د جوړېدو چارې روانې دي.

د ملي پرمختيايي شرکت مسوولين چې د دغه ستر کانال د کار د پرمخبيولو مسووليت په غاړه لري، وايي، د کار د چټکتيا له امله په پام کې ده چې د دغه کانال د دويم فاز کار له ټاکل شوی وخت مخکې بشپړ شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .