AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۹ ۲۱:۱۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85685215
T T
۰ Persons

Tags

د قوش تیپه کانال د دویم فاز کار ۸۱ سلنه بشپړ شوی دی

کابل- ایرنا- د سرپرست حکومت د ملي پراختیا شرکت د قوش تیپه کانال د دویم فاز ۸۱ سلنه بشپړولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي پرمختیا شرکت چارواکو نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د قوش تیپه کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوي او د دغه کانال د سربند جوړولو چارې ۶۷ سلنه پرمختګ کړی دی.

خبرځاى زياته کړه: په دې کانال کې د څلورو پلونو کار روان دى او د قوش تیپه کانال په اوږدو کې يو شمېر نور پلونه هم جوړېږي.

د ملي پراختیا شرکت اعلان وکړ چې د دغه کانال د لومړي فاز له بشپړیدو وروسته د دویم فاز کار هم د بلخ ولایت له دولت اباد ولسوالۍ څخه د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ پورې د ۱۲۸ کیلومترو په اوږدوالي سره روان دی.

د ایرنا په وینا، دغه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۸ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی لري، د پیل نقطه یې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه ده او د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ ته اوبه لېږدوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .