د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د چین له خوا د سنتي طب د انستیتوت د جوړېدو غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې په افغانستان کې د چین له خوا د سنتي طب د انستیتیوت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي نن چهارشنبه د کب په ۷ مه په کابل کې د چین له سفیر جاوه شنګ سره وکتل.

په دې کتنه کې د کابل ملي روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرېدو، د سنتي طب برخه کې د انسټېټیوټ جوړېدو او په کندهار کې د میرویس سیمه ییز روغتون پراختیا او بیا رغونې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

همداراز جلالي د روغتیايي سیسټم پياوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول، د دې برخې پراختیا او په تجهیزاتو د روغتونونو سمبالېدل اړین وبلل او په همدې موخه یې د چین له سفیر څخه د میرویس سیمه ییز روغتون بیا رغونې او پراختیا، د کابل ملي روغتون لپاره د تجهیزاتو او سنتي طب برخه کې د انسټېټیوټ جوړېدو غوښتنه وکړه.

د چین سفیر خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د میرویس سیمه روغتون بیا رغونې او پراختیا، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، اړینو تجهیزاتو او درملو برخه کې د بشپړې همکارې ډاډ څرګند او ویې ویل، په نږدې راتلونکې کې به روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې د میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارې پیل شي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابو څلور میاشتې مخکې چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د سنتي طب په برخه کې د دغه هیواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .