په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو سه شنبه د لیندۍ ۱۳ مه وویل ددغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي په ترکیه کې د خپلې هستوګنې په دوام، د چارو د سمون او په ترکیه کې د مېشت افغان سوداګرو او خصوصي سکتور د ستونزو د حل په موخه، هلته د مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو د ټولنې له رییس الحاج احسانالله کامهوال او د یادې ټولنې د مشرتابه شورا له غړیو سره وکتل.
په دې کتنه کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو په ټینګار سره وویل: اداري فساد او په اداراتو کې د کاغذپرانۍ پروسه له مینځه تللې او په ټول افغانستان کې امنیت تینګ شوی دی.
هغه په ترکیه کې افغان سوداګرو ته په خطاب کې زیاته کړه: تاسو کولای شئ پرته له کومې اندېښنې پرته په ټول افغانستان او حتی د چین تر پولو پورې چې شل کیلومتره سړک جوړ شوی، تګ راتګ، پانګونه او سوداګري وکړئ.
عزيزي زياته کړه: په لومړيو مياشتو کې ځینې ستونزې وې چې د الله په مرسته او د اسلامي امارت د مسؤولینو په هڅو دغه ستونزې حل شوې او اوس د اسلامي امارت د ټولو کارکونکو معاش له بهرنیو مرستو پرته او له کورنیو عوایدو څخه ورکول کېږي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل چې د سرپرست حکومت مشر تاسو د امارت اقتصادي مجاهدین ګڼي او له موږ یې غوښتنه کړې چې تاسو بیرته افغانستان ته راوبلئ.
د پیغام پای/
Your Comment