په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د نيمروز والي محمد قاسم خالد په دغه ولايت کې د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه د ټاکل شوې کمېټې له غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې خالد د خپلو کاري رپوټونو د ارزونې په ترڅ کې د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې د دغې کميټې طرحې مثبتې وبللې او په اړوندو برخو کې يې لازمې لارښوونې وکړې.
د نيمروز والي په خپلو خبرو کې وويل: انساني قاچاق بېلابېل لاملونه لري او د حل لپاره يې بايد ډېر کار وشي.
خالد اړوندو مسوولينو ته امر وکړ، چې خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته خبر ورکړي، چې د قاچاقي لارو له لارې ګاونډيو هېوادونو ته تګ ډېر ځاني او مالي زيانونه لري او بايد مخنيوى يې وشي.
د نيمروز والي د لرې پرتو سيمو د جوماتونو امامانو ته هم د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه د خلکو د پوهاوي دنده وسپارله. نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت هڅه کوي چې ځوانانو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د قاچاق له لارې نورو هېوادونو ته د ځوانانو د تګ مخه ونیسي.
د ایرنا په وینا، قاچاقبران د هېواد ځوانان هڅوي چې په درغو ژمنو ګاونډيو هېوادونو ته ناقانونه لارې غوره کړي.
د پیغام پای/
Your Comment