کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د دغه ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد نن سه شنبه د کب ۲۹مه یو شمېر رسنیو ته وویل: دا پروژه د سوداګرو، پانګوالو او خلکو لپاره ځانګړی اهمیت لري او د مالونو د تګ راتګ او لېږد رالېږد په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کوي.
د نيمروز د والي په وينا، د دې پروژې لګښت د ولايت له خپلو عوايدو څخه ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د نيمروز ولايت موټر چلوونکي او خلک هم د دې لارې په تړل کېدو خوښ دي وايي؛ د دغه سړک په دوه طرفه جوړیدو سره به د تګ راتګ لپاره ډیره اسانتیا رامنځته شي.
د ایرنا په وینا؛ نیمروز ولایت د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر دې مهاله پکې کم پرمختګ شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment