کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د مالي وزارت چارواکو نن (سه شنبې د لیندۍ ۲۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د نیمروز ګمرک د ګرځنده څار کارکوونکو په دغه ګمرک کې ډول ډول قاچاقي توکي کشف او ضبط کړي.
د ماليې وزارت چارواکو څرګند کړې، ضبط شویو توکو کې ۹۷۲۸ کیلو ککو، لواشک او شات، ۱۰۲۰ کیلوګرامه انساني درمل، ۲۴۰۰ کیلوګرامه روب، ۲۴۰ کیلوګرامه لوبیا او ۶۸۶ کیلوګرامه رخت شامل دي.
د چارواکو په خبره، کشف شوي توکي د لا نورو څېړنو لپاره د نیمروز ګمرک ته سپارل شوي او تورن کسان اړونده ارګانونو ته د پلټنو لپاره ورپېژندل شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment